اسراییل وايي ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی دی

0
172

اسراییل وايي ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی دی

بلخوا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې بیا له ایران غوښتي چې د ستونزو له پراختیا د مخنیوي لپاره باید همدا نن اټومي مذاکرات پيل کړي او په وینا یې د ایران اوسني اقدامات د هېچا په ګټه نه دي.

 

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسراییل وايي ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر په یوه مرکه کې ویلي چې د غرب فشارونه باید ډېر شي او په خبره یې که داسې و نه شي نو ددې احتمال شته چې ډېر ژر ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.

هغه پر ایران د لا ډېرو بندیزونو د وضع کولو او یا هم ددغه هېواد پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه کړې ده.

بلخوا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې بیا له ایران غوښتي چې د ستونزو له پراختیا د مخنیوي لپاره باید همدا نن اټومي مذاکرات پيل کړي او په وینا یې د ایران اوسني اقدامات د هېچا په ګټه نه دي.

Leave a reply