د پاکستان فوځ په مرسته چین هیواد پاکستان سره مالي امداد وکړو: شیخ رشید

0
251

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې موجوده حکومت ته څوک يو ډالر هم ورکولو ته تيار نۀ دى.

د پي ټي آئي لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په مقدمه کښې د ضمانت لپاره عدالت ته د حاضرېدو په موقع ميډيا سره خبرو کښې شيخ رشيد وويل چې دې کسانو زما په ضد په ٢٥ پوليس سټيشنو کښې درخواستونه ورکړي دي چې پکښې د دوو کسانو ضمانت منظور شوې دې۔
شیخ رشید د اتحادي ګوندونو په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا خلک له چین څخه د مرستو په اخیستلو ګنګوسې کوي، هغه اوویل چې د چین حکومت یو ډالر هم ورکولو ته تیار نه دی، دا مرستې د پاکستان د پوځ له امله ترلاسه شوې دي.

شیخ رشید ویلي د لاهور او فیصل اباد ضمني انتخاباتو کې به ولس خپله پریکړه وکړي.هغه وویل چې د خلکو اکثریت غواړي چې له حکومته لرې شي او دوی د حکومت څخه بې زاره دي.

Leave a reply