د پنجاب په صوبایی اسمبلۍ کښې سبطین خان د اختلاف ګوند مشر په توګه نومول شوې

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف سبطين خان د پنجاب اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر په توګه نومولې دې۔
پي ټي آئي د پنجاب اسمبلۍ کښې سبطين خان د اپوزيشن ليډر نومولې دې او په دې لړ کښې ئي اسمبلۍ سيکرټريټ ته هم باضابطه اطلاع ورکړې ده۔
سرچينې وائي چې دپنجاب اسمبلۍ سپيکر پرويز الاهي به ډير زر داپوزيشن ليډر نوټيفيکيشن جاري کړي.
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د پي ټي ائي مشرتابه په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر په توګه د ميا محمود رشيد د نامزدګۍ منظوري ورکړې وه ، په پنجاب اسمبلۍ کې د پي ټي آئي پارليماني ليډر سبطین خان وئيلي وو چې د اپوزيشن ليډر لپاره تر اوسه کوم نوم فائنل نۀ دى شوى او د اپوزيشن ليډر ټاکلو فيصله به عمران خان کوي۔






