حقاني: سلیقوي تفاوتونه نباید د افغانانو تر منځ د نفاق لامل شي
حقاني: سلیقوي تفاوتونه نباید د افغانانو تر منځ د نفاق لامل شي
حقاني له شاه حسین مرتضوي سره لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ابادي، ازادي او سوکالي د افغانانو په ورورولي او یووالې کې نغښتې ده، نو ټولو افغانانو ته په کار ده چې د یو او بل سره په ورورولي او صداقت افغانستان ابادي او سوکالي ته ورسوي.
(2022 / 6 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا لوړپوړي چارواکي انس حقاني ویلي چې سلیقوي تفاوتونه نباید د افغانانو ترمنځ د نږدېوالي مخه ونیسي.
حقاني له شاه حسین مرتضوي سره لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ابادي، ازادي او سوکالي د افغانانو په ورورولي او یووالې کې نغښتې ده، نو ټولو افغانانو ته په کار ده چې د یو او بل سره په ورورولي او صداقت افغانستان ابادي او سوکالي ته ورسوي.
حقاني زیاته کړې ده چې په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو مخ ونه ګرځوي.
په ورته وخت کې مرتضوي هم پر خپل ټویټر د یادې لیدنې په اړه ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او نننی نسل نباید جګړې او ناخوالې راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدي، نو د همدې لپاره اوسنی نسل باید په راتلونکې تمرکز وکړي څو راتلونکې نسلونه په امن او ورورولۍ کې ژوند وکړي.