سوریه کې د سړک غاړې ماین چاودنې لۀ امله ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده   

0
138

الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی دی چې دا پېښه د سوریې د درعا ښار په دیرالعدس سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې پنځه کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سوریه کې پر یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنې ۳۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی دی چې دا پېښه د سوریې د درعا ښار په دیرالعدس سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې پنځه کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

راپور کې د درعا سیمه ییزو چارواکو له قوله راغلي چې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

Leave a reply