اوکراین نړۍ ته د خوراکي موادو د لېږد لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

اوکراین نړۍ ته د خوراکي موادو د لېږد لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي یوې غونډې ته په انلاین وینا کې ویلي چې نړیوال دې د خوراکي توکو او نورو کرنیزو محصولاتو د انتقال لپاره خوندي دهلیزونه رامنځ ته کړي او اوکراین ورسره په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.
(2022 / 6 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین وایي چې د خوراکي توکو د لېږد په برخه کې همکارۍ ته تیار دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي یوې غونډې ته په انلاین وینا کې ویلي چې نړیوال دې د خوراکي توکو او نورو کرنیزو محصولاتو د انتقال لپاره خوندي دهلیزونه رامنځ ته کړي او اوکراین ورسره په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.
د زلینسکي په خبره دمګړی د روسیې د اقداماتو له امله اروپايي هېوادونه او نړۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ ده خو دا ستونزه د حل کېدو وړ ده.
تر دې وړاندې روسیې هم ویلي وو، چې له اوکراین نورو هېوادونو ته د خوراکي توکو د لېږد په بهیر کې همکاري کولی شي.
دمګړی د اوکراین او روسیې د جګړې له امله اروپايي هېوادونو د خوړو او انرژۍ له سخت کمښت سره مخ شوي دي.





