د آخري پیغمبر اسلام سپکاوې ، په انګلستان کښې د هند بي جي پی ګوند په ضد احتجاج شوې

باغی ټي وي رپورټ
په برطانیه کښې د هند د عالي کمېشنرۍ مخې ته ګڼ شمېر لاريون کوونکو د هند د واکمن ګوند بي جي پي د مشرانو له خوا د سپکاوي په ضد احتجاجي لاريون وکړ.
د يو بهرني خبري اژانس د خبر له مخې په لاريون کې زرګونو کسانو برخه اخيستې وه او غوښتنه يې کوله چې د هند حکومت دې د خپلو سپکوونکو څرګندونو له امله بخښنه وغواړي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې په هند کې د واکمن بي جي پي مرکزي وياند نوپور شرما په يوه تلويزيوني چينل کې اسلام او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم په اړه د سپکاوی ټکي کارولي وو.
د بی جے پی ویاند سپکاوی کونکو څرګندونو په هند او بهر نړۍ کښې د مسلمانانو غصه راپارولې او په څو مسلمانو هیوادونو کې د هندي محصولاتو د بایکاټ کمپاین هم پیل شوې دې.






