افغان حکومت وايي یوه اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې ۶۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي

افغان حکومت وايي یوه اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې ۶۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو همدا راز ویلي چې په انتقالاتو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي او هڅه کوي افغان او نړیوال سوداګر وکړی شي چې په ډاډه فضا کې خپله سوداګري ترسره کړي.
(2022 / 6 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت وايي یوه اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې ۶۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپینې پټلۍ ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د بېلو پټلیو په مرسته د افغان سوداګرو شاوخوا ۶۵ زره او ۴۰۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
په دې انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دي. یادې ادارې ویلي چې دا انتقالات تر ډېره د آقینې، تورغنډۍ او حیرتان پټلیو په مرسته ترسره شوي دي. په دې انتقالاتو کې نفتي توکي، خوراکي توکي او نور اړین مواد شامل دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو همدا راز ویلي چې په انتقالاتو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي او هڅه کوي افغان او نړیوال سوداګر وکړی شي چې په ډاډه فضا کې خپله سوداګري ترسره کړي.
دوی همدا راز زیاته کړې چې د وسپنې پټلۍ اداره د مسلکي کارکوونکو په روزنه او پالنه بوخته ده چې ورسره به د دوی چارې لا ګړندۍ او اغېزناکې شي.





