ایران او وینزویله ترمینځ مهمه معاهده لاسلیک شوې

0
154

باغی ټي وي رپورټ
ایران او وینزویلا د شل کلنو همکاریو تړون لاسلیک کړې دې، د یادونې ده چې دا دواړه هیوادونو د امریکا ایالت د څه بندیزونو لاندې دي.

د ایران او وینزویلا ترمنځ د موافقې په ترڅ کې چې دوه هیوادونه د امریکا له بندیزونو سره مخامخ دي، د تیلو، پیټرو کیمیکل، سیاحت او کلتور په برخو کې همکاري شامله ده.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړو.

د یادونې ده چې تیر کال هم ددې معاهدې به ترڅ کښې د امریکا له لوري یو بیان جاري شوي وو، په هغه وخت بیان کښې داسې ویل شوي وو.
د امریکا د خزانې وزارت یوه ویاندرویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې واشنګټن به پر ایران او وینزویلا د بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي، سره له دې چې د راپورونو له مخې دواړو هېوادونو د یوه داسې تړون په پلي کولو پیل کړی چې وینزویلا ته اجازه ورکوي چې خپل خام تېل د ایراني تیلو لپاره یو بل سره بدل کړي.

Leave a reply