د اتحادي ګوندونو د بجټ وروسته د پي ټي آیی د وخت وزیرخزانه غبرګون ښودلې

0
152

باغی ټي وي رپورټ
شوکت ترين چې د پي ټي ايي په حکومت کې د خزانې وزير و، وويل چې په بجټ کې هغه آمدن ښودل شوى چې په ډېرو شيانو کې نشته، د بجټ خساره ٤.٢ ټريليون روپۍ ده.

د خزانې پخواني وزير شوکت ترين د خزانې په وزير مفتاح اسماعيل نيوکه کړې او ويلي يې دي چې حکومت به د پټروليم ليوي ۳۵ روپۍ نوره هم زياتوي.
هغه اوویل چې
په ولس به د ګرانۍ یو بل طوفان راشي، که ګراني زیاته شي نو کاروبار به څنګه وده وکړي؟ دوی د بریښنا ګران بیعه کارخانې جوړې کړې دي ، هغه اوویل چې دا د زاړه پاکستان په څیر چلیږي.
اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وينا کې سناتور شوکت ترين وويل حکومت ته وايم چې څوک احمق نه دي، ماليات يوه جدي مسله ده، حکومت دې په دې اړه جدي شي، زه حکومت ته وايم چې شمېرې خو دې دروغ او غلطې مه ښایی، ، شمېرې دې سمې کړي

هغه وویل، چې زموږ په وخت کې صادرات اود پیسو ترسیلات ډیر زیات وو، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې زمونږ تر ټولو زیات کارونه پیدا کړل.د مالیې پخواني وزیر وویل، حکومت په بودیجه کې د ۵ فیصده ودې خبره کړې، په داسې حال کې چې د کرنې په برخه کې حکومت د ۳.۹ فیصده ودې خبره کړې چې داسې نه ښکاري.

شوکت ترین زیاته کړه چې صنعتونو ته مو رعایتونه ورکړي وو، دا حکومت وتلی دی، کارخانې به بندې شي او بې روزګاري به راشي، حکومت په بانکونو د مالیاتو کچه لوړه کړې، د ډیزلو له امله به ټرانسپورټ متاثره شي، د حکومت د ودې شمېرې د پوښتنې وړ دي.

Leave a reply