د پاکستان په پارلیمان کښې د ناموس رسالت په موضوع د بحث کولو پریکړه شوې

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په وړاندیز په قامي اسمبلۍ كښې د پېغمبراكرم (صلی الله علیه وآله وسلم) د درناوي په مسله د بحث كولو فيصله شوې ده۔

وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف نه غوښتنه کړې چې د ګل په ورځ په قومي اسمبلۍ کښې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ((صلی الله علیه وآله وسلم)) په اړه خبرې اترې وکړي.

په خپل بيان كښې شهباز شريف د بي جي پي د مشرانو د توهين په سختو ټکو كښې غندنه وكړه او وې ويل چې د ټولې نړۍ نه علاوه د اربونو مسلمانانو زړونه ی خفه کړي دي او مسلمانانو په احتجاج لاس پورې کړې دې .

وزيراعظم ووئيل چې زمونږ د دو جهانونو سردار سره د مينې په دې مهمه او نازکه مسله دې په ايوان كښې بحث وشي او ايوان دې په هند كښې د دې غندنې وړ پېښې په ضد قرارداد پاس كړي۔

ده ووئيل چې د قامي اسمبلۍ لخوا په منظور شوي قرارداد سره مونږ د هند په شمول ټولې نړۍ ته دا ويل غواړو چې د پېغمبر اکرم د حرمت لپاره هر ډول قربانۍ ته تيار يو۔

اوس داسې راپورونه دي چې سپيکر راجه پروېز اشرف په قومي اسمبلۍ کې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په مسله د بحث کولو پرېکړه کړې ده.د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې به د بي جې پي مشرانو د توهين كوونكو بيانونو غندنه كولې شي٬ په غونډه كښې اپوزيشن ته هم د ګډون بلنه وركړې شوې۔

د قومي اسمبلۍ سپيکر وويل چې دا د سياسي، ګوندي يا انفرادي نوعيت خبره نه ده، بلکې زمونږ د ايمان خبره ده، نوموړي اوویل چې راځئ چې ټول په ګډه د متکبرانو پر وړاندې د ايمان څرګندونه وکړو.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې په هند کې د واکمن بي جي پي مرکزي وياند نوپور شرما په يوه ټلويزيوني پروګرام کې د وينا پر مهال د اسلام ستر پيغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم ) ته سپکاوی کړی وو. د آخري پیغمبر اسلام ددې سپکاوي په بیان د نړۍ ټولو مسلمانانو غندنه کړي ده او ددوی قهر او جذبات ی راپارولي دي او په نړۍ کښې د هند پر ضد مظاهرې روانې دي او هندي تولیدات څخه بایکاټ اعلان شوې دې .

Leave a reply