د وزیراعظم شهباز شریف او دهغه زوی چې د پنجاب وزیراعلی دې، د ضمانت غزولو درخواستونه منظور شوي

0
163

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم او د هغه زوی او د پنجاب وزیراعلی حمزه شهباز د ضمانت درخواستونه عدالت منظور کړي دي.
عدالت د مني لانډرنګ کيس کښې د وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز او نورو شريک ملزمانو ضمانت منظور کړې دې۔

د شهباز شريف او حمزه شهباز پشمول د نورو ملزمانو خلاف د مني لانډرنګ کيس سماعت خاص عدالت کښې اوشو۔

د اوريدنې په مهال ايف آئي اے د مني لانډرنګ کيس کښې د دريو مفرور ملزمانو رپورټ عدالت کښې وړاندې کړو او د ايف آئي اے وکيل فاروق باجوه وويل درې ملزمان په ورکړل شوي پته موجود نه وو۔

وروستو وزيراعظم شهباز شريف روسټرم ته راغې او وی ویل چې زه حق لرم چې عدالت ته دخپل ضمانت په اړه حقايق بيان کړم.

شهبازشريف وويل د ايف آئي اے کيس هم همغه مقدمه ده کومه چې نيب جوړه کړې ده، زما په ضد د آشيانه هاؤسنګ او رمضان شوګر ملز کيسونه جوړ شوي دي.

قاضي شهباز شريف څخه پوښتنه وکړه چې آيا په دې ملونو کې ستا کومه برخه ده؟ په دې اړه شهبازشريف وويل چې زما هيڅ برخه نده، زه نه د شوګر ملز ډائريکټر يم نه مالک او نه شير هولډر یم.
وروستو عدالت په محفوظه فيصله اورولو سره د شهباز شريف او حمزه شهباز په شمول د يو شمير نورو کسانو د ضمانت د غزولو درخواستونه منظور کړل.

عدالت شهبازشريف او حمزه شهباز ته د پینځو پینځو لکه روپو جمع کولو لارښوونه هم وکړه.
د مقدمې نورو شریک ملزمانو ته هم لارښوونه وشوه چې په ۷ ورځو کښې د دوه لاکه روپو ضمانت جمع کړي.

Leave a reply