سختي ځکه کوو چې پاکستان د سري لنکا په شان حالت څخه وژغورو: مفتاح اسماعیل

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د بجټ نه پس پريس کانفرنس ته په وينا کې وويل د پټرولو په ګرانولو سره پيسې کور ته نه وړو، اول مقصد يې د سري لنکا په شان اقتصادي حالت څخه دا ملک بچ کول دي.
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او عائشه غوث پاشا سره په اسلام آباد کښې د پوسټ خبري کانفرنس ته په وینا کښې اوويل چې عمران خان په تاريخ کښې څلور لويې خسارې کړې دي، عمران خان په جعلي چیکونو کولو سره تښتيدلے دے. وزیر خزانه اوویل چې زمونږ اولنې هدف دادې چې هیواد د سري لنکا په شان د ناوړه اقتصادي حالت څخه وژغورو او دویم هدف مو دادې چې پاکستان اولس ته ډیر زیاته مرسته ورکړو.
ده ووئيل مونږ سره له سختو پرېكړو پرته بله چاره نه وه، وزيراعظم شهباز شريف سختې پرېكړې وكړې خو كه مونږ په عامو پاكستانيانو زيات فشار راوړو نو تاريخ به هيڅكله مونږ معاف نه كړي۔
ده ووئيل پاكستان اتومي طاقت دے او مونږ ته د خپل معيشت ښه كولو ته اړتيا ده٬ كه ستونزې هوارې نه كړې شي نو معيشت به دومره دروند بار نشي برداشت كولې٬ د ګيس په څانګه كښې د 400 اربه روپو سبسډي وركړې شوې۔ مونږ به اجازه ورنکړو چې هیڅ فابریکه وتړل شي ځکه چې دا کار روزګار چمتو کوي.





