د آخري پیغمبر سپکاوې، په هند کښې هم لاریونونه شوي دي

0
184

باغی ټي وي رپورټ
د هند په مختلفو ښارونو کې د هند د واکمن ګوند بي جي پي د مشرانو له خوا د سپکاوي د څرګندونو پر ضد له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وشول.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د جارکنډ ایالت په رانچي کې د تاوتریخوالي پر مهال پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د هند د اله آباد ښار په مختلفو سیمو کې د سپکاوي د بیانونو په ضد د احتجاجونو وروستو حالات کړکیچن شوي او د پولیسو اهلکار په ګڼ شمیر کې گمارل شوي دي.
په نوي ډيلي کې د جامع جومات مخې ته د سپکاوي په ضد د پرونۍ مظاهرې د ګډونوالو په ضد هم مقدمه درج شوې ده.

د هند پخواني مرستیال ولسمشر محمد حامد انصاري ویلي دي چې د بي جي پي د مشرانو د توهینوونکو څرګندونو په اړه د مودي چوپتیا تصادفي نه ده، بلکې ډیره معنی ده، دا په دې معنی ده چې دی له دې خبرې سره اختلاف نه لري.

Leave a reply