د پیپلز پارټۍ ګوند سناتور په حق رسیدلې

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ یو لوی مشر او سينيټر ډاکټر سکندر علي مندهرو په امريکا کې مړ شوی دی.

د سندهه حکومت سرچینو د ډاکټر سکندر میندهرو د مړینې پخلی کړی دی.

سرچينې زياته کړې، چې ډاکټر سکندر ميندهرو د سرطان په ناروغۍ اخته وو او په بهر کې تر درملنې لاندې وو.

د ګوند سرچینو ویلي چې سکندر میندهرو له دوو میاشتو راهیسې د امریکا په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې وو خو د کورنۍ غړو ویلي چې جسد به یې پاکستان ته راوړل شي.ډاکټر سکندر ميندھرو څلور ځله د سندهـ اسمبلۍ غړى پاتې شوى دى، سکندر ميندھرو د سندهـ يونيورسټۍ نه د ايم بي بي ايس سند ترلاسه کړى وو.

۷۸ کلن سناتور سکندر میندهرو د ۱۹۴۳ کال د جولای په ۷ مه د سندهه په بدین ضلع کې زیږیدلی و، نوموړی له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ پورې د سندهه اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی او د روغتیا د وزیر دنده یې هم په غاړه درلوده.

Leave a reply