پر آمو سیند یو کیلیو مټر اوږد پل جوړ او پرانیسته یې وشوه
روسي چارواکو ویلي چې پر آمو سیند دا پول د شاوخوا ۳۲۸ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرون پرانیستل شو.
(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چین د «هايهي» او روسیې د «بلاګووشچنسک» ښارونو ترمنځ د ۳۲۸ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پر آمو سیند لومړنی پول پرون پرانیستل شو.
دا پول چې یو کیلومتر اوږدوالی لري، د دغو دوو هېوادونو د اقتصادي پایښت لپاره مهم بلل شوی دی.
روسي چارواکو ویلي چې پر آمو سیند دا پول د شاوخوا ۳۲۸ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرون پرانیستل شو.
دغه یو کیلومتر اوږد پول، چې روسیه او چین د ځمکې له لارې سره نښلوي، د موټرو د تګ راتګ لپاره دوه لینونه لري.
د سیمې دا دوه هېوادونه شاوخوا ۴۲۵۰ کیلو متره ګډه پوله لري او دې لومړني پول دوی دوه ستر ښارونه سره نښلوي دي.
د چین او روسیې ترمنځ په دې وروستیو لسیزو کې اقتصادي اړیکې پراخه شوې او په اقتصادي چارو کې یې یو تر بله همکاري ډېره کړې ده.










Leave a Reply