روسیې ویلي چې د افغانستان د بیا رغونې اصلي مسؤلین امریکا او متحدین یې دي

روسیې ویلي چې د افغانستان د بیا رغونې اصلي مسؤلین امریکا او متحدین یې دي
هغه ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به مرسته وکړي چې د سيمې په کچه له لويو زيربنايي پروژو سره يو ځای شي او په دې توګه يې اقتصادي ودې ته زمينه برابره شي.
(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې امريکا او متحدين يې بايد د افغانستان په بيارغونه کې لويه ونډه واخلي.
پوتين دا څرګندونې پرون په مسکو کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره په ليدنه کې کړې دي.
ټاس خبري اژانس ويلي چې روسي ولسمشر د افغانستان د بيارغونې لوی مسووليت امريکا او د هغوی نورو متحدينو ته راجع کړی او ويلي يې دي چې د يادو هيوادونو شل کلن پوځي حضور افغانستان خورا بد وضعيت ته رسولی او له روان بشري ناورين سره يې مخ کړی دی.
پوتين زياته کړې چې هيواد يې له ترکمنستان او نورو دوستو هيوادونو سره يو ځای د افغانستان په بيارغونه کې مرستې ته چمتو دی.
هغه ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به مرسته وکړي چې د سيمې په کچه له لويو زيربنايي پروژو سره يو ځای شي او په دې توګه يې اقتصادي ودې ته زمينه برابره شي.






