د پیغمبر اسلام سپکاوې، پاکستان دا مسله په ملګري ملتونو کښې را اوچته کړې ده

0
175

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان په ملګرو ملتونو کې د هند د واکمن ګوند بي جي پي د مشرانو د سپکاوي د څرګندونو مسله راپورته کړې ده.

دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ صدر عبدالله شاهد سره يې خبرې اترې کړي دي چې پکې هغه دبي جي پي دمشرانو د سپکاوي او اسلاموفوبيا دمخنيوي لپاره دجوړجاړي خبرو اترو په ضرورت ټينګار کړى دى.

بلاول بهټو زرداري وويل چې په دې خبرو کې د سپکاوي د بيانونو په شان مسلو سره د مقابلې لپاره په ګډه مبارزه کې د ملګرو ملتونو د رول په ضرورت هم ټينګار وشو.
تيره ورځ د پاکستان د خارجه دفتر وياند هم د بي جي پي د مشرانو د سپکاوي ډکو بيانونو سخته غندنه کړې وه او په نړيواله ټولنه ئې غږ کړې وو چې د دغه شان بيانونو د مخنيوي لپاره دې سمدستي ګامونه پورته کړي.
دا خبره هم د یادونې ده چې د پیغمبر اسلام په اړه سپک بیان څخه پس نړیوال تنظیم القاعده په هند کښې د ځانمرګي بریدونو ګواښ هم کړې دې او په یو بیان کښې ددې تنظیم مشرانو ویلي دي چې دوی به د هند په لویو ښارونو کښې بریدونه ترسره کړي .
……………

Leave a reply