د خزانې وزیر د بودیجې وروسته خبري کانفرنس کوی

باغی ټي وي رپورټ
د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د بودیجې وروسته مطبوعاتي کانفرنس کوي.
وروسته بجټ پريس کانفرنس کښې د خزانې وزير سره د اطلاعاتو وفاقي وزير مريم اورنګزيب او عائشه غوث پاشا هم موجود دې.
مفتاح اسماعیل وویل عمران خان په تاریخ کې څلور لوی تاوانونه وکړل خو مونږ سره د سختو پرېکړو پرته بله چاره نه وه.ده ووئيل وزيراعظم شهبازشريف سختې پرېكړې كړې خو كه عام پاكستانيانو باندې نور فشار راوړو نو تاريخ به هيڅكله معاف نه كړي۔
ياده دې وي چې تيره ورځ وفاقي حکومت د 95.2 ټريليون روپو کلنۍ بجټ وړاندې کړی وو. چې پکې د سرکاري ملازمینو په تنخواګانو کې 15 فيصده او پنشن کې 5 فيصده زياتوالی راغلی ؤ.
په بجټ کښې په تیول د لیوي ټیکس لګولو پریکړه هم شوې ده او په مقامي سیګریټو هم د مالیه لګولو وړاندیز شوې دې چې دې سره په قومي خزانې ته ګټه وشي.






