اقتصادي کمیسیون د کانونو د استخراج قانون پۀ اړه لۀ سره غور کوي 

0
167

اقتصادي کمیسیون د کانونو د استخراج قانون پۀ اړه لۀ سره غور کوي 

سرچينه ليکي چې کمېسيون په ياده غونډه کې ماليې وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د افغانستان بانک مسلکي استازو ته هدايت وکړ چې له کانونو او پتروليم وزارت سره د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره غور وکړي.

 

(2022 /  6 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اقتصادي کميسيون يو شمېر اړوندو ادارو ته دنده ورکړه چې د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره غور وکړي.

د سرپرست حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اقتصادي کمېسيون د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ غونډه وکړه.

سرچينه ليکي چې کمېسيون په ياده غونډه کې ماليې وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د افغانستان بانک مسلکي استازو ته هدايت وکړ چې له کانونو او پتروليم وزارت سره د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره غور وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه قانون پر اساس به له هغو شرکتونو سره تړون کېږي، چې پر مالي وړتيا سربېره د استخراج ظرفيت هم ولري.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ماليې وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، د افغانستان بانک او د فراه ولس استازو يوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د فراه د بخش آباد برښنا بند له نږدې وګوري او د پاتې کارونو په اړه يې راپور د دغه کمېسيون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

Leave a reply