د ضلع خیبر په وادي تیرا کښې ترافیکي پیښه شوې

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلع په لرې پرته سیمه وادي تيرا پایندي چينه سلامت خيل کښې یوه ترافيکي پيښه شوې .
د ځایی سرچینو مطابق په دې پیښه کښې د محمد امين، علي زمان، زيور ګل، افسر خان او ارمان ګل په شمول پنځه کسان سخت ژوبل شوي دي۔
د ریسکیو 1122 کنټرول روم ته اطلاع رسیدلو سره سم طبي ټیمونه د پیښې ځای ته رسیدلي او د ټپي شوو کسانو ته لومړي طبي سهولت ورکړې دې.
دد ریسکیو ضلع خیبر دفتر مطابق ټيمونو ټپيانو ته لومړنۍ مرستې ورکړې او د باړه تحصیل ډوګرا روغتون او حيات آباد ميډيکل کمپلکس ته يې رسولي دي.

هغه سورلې وړونکې موټر چې ترافیکي پیښې سره مخ شوې





