د ډي سي ضلع خیبر په مشرۍ کښې مهمه غونډه شوې

0
179

باغی ټي وي رپورټ
ډپټي کمشنر او د زمکو حاصلولو کلکټر خيبر شاه فهد په مشرۍ کښې په خیبر هاوس پیښور کښې یوه مهمه غونډه وشوه. ۔

په غونډه کښي اسسټنټ کمشنر باړه شهاب الدين، تحصيلدار جمرود بلال خټک، تحصيلدار لنډي کوتل داود خان، ضلعي افسر وائلډ لائف ډپارټمنټ عبدالحليم خان، ريسکيو 1122 محمد عبدالله، د ځنګلاتو محکمي او نورو چارواکو ګډون اوکړو۔

په غونډه كښې په لنډي كوتل كښې د ریسكيو 1122 سټېشن په جوړولو٬ د زمکې ترلاسه كولو په طرزالعمل او نورو مسايلو په اړه خبرې وشوې۔
په دې موقع ډپټي کمشنر خېبر د زمکو ترلاسه کولو په اړه اړوند ادارو ته لارښوونه وکړه چې د زمکو په اړه دې رونې ستونزې ددې ادارې د قانون ترلاندې زر تر زر هواري شي.

Leave a reply