ا.ا د بشر حقونو پۀ اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی دی 

0
89

ا.ا د بشر حقونو پۀ اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی دی 

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د بشرحقوقو د څار سازمان هغه ادعاوې ناسمې او بې اساسه بلللي، چې ګواکې د افغانستان ا.ا د چارواکو لخوا بې ګناه خلک وژل شوي، یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي.

 

(2022 / 6 / 11  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان سرپرست حکومت د بشري حقونو د څار سازمان ادعاوې رد کړې او ویلي دي چې نړیوال باید د ا.ا پر ضد بې بنسټه پروپاګند ته غوږ کینږدي او په افغانستان کې شته حقايق ومني.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د بشرحقوقو د څار سازمان هغه ادعاوې ناسمې او بې اساسه بلللي، چې ګواکې د افغانستان ا.ا د چارواکو لخوا بې ګناه خلک وژل شوي، یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي.

تر دې مخکې د بشری حقوقو د څار نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې  د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت لخوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د جدي سرغړونو پر دوام اندېښنه ښودلې او پر سرپرست حکومت یې د نړیوالې  ټولنې له خوا د لا زیات فشار اچولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان له دغو سرغړونو د سرپرست حکومت د راګرځولو په موخه د دوی پر درېیو مشرانو د بندیزونو تازه کولو غوښتنه هم کړې ده.

Leave a reply