سعودي عربستان لۀ افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

سعودي عربستان لۀ افغانستان سره ۳۰ میلیونه ډالره مرسته کوي
د سعودي حکومت ویلي، چې په افغانستان کې تر اقتصادي بحران وروسته افغانانو سره دا ډول مرستې اړینې دي او که دا مرستې ونه شي، نو د سیمې او نړۍ سوله او ثبات ورسره زیانمنیږي.
(2022 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سعودي عربستان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د سعودي دولتي اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د اسلامي پرمختیايي فنډ تر چتر لاندې د اسلامي همکاریو په همغږۍ فعالیت کوي.
سرچینې زیاته کړې دا مرسته د سعودي د هغو بشردوستانه هڅو برخه ده چې خپلو وروڼو او ملګرو هېوادونو سره د مرکز ملک سلمان او د پرمختیا لپاره د سعودي د فنډ ادارې لخوا یې کوي.
د سعودي حکومت ویلي، چې په افغانستان کې تر اقتصادي بحران وروسته افغانانو سره دا ډول مرستې اړینې دي او که دا مرستې ونه شي، نو د سیمې او نړۍ سوله او ثبات ورسره زیانمنیږي.
سعودي رسنیو ویلي، چې سعودي عربستان په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد سعودي ریالو مرسته کړې دي.






