د پي ټي آیی غړیو استعفی ورکړې ، دوی به اسمبلۍ ته نه ځي: یاسمین راشد

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشري ياسمين راشد وئيلي دي چي د پي ټي آئي ټولو ايم اين ايز استعفي ورکړي ده او دوي به اسمبلي ته واپس نه راځي۔
لاهور کې يوې خبري غونډې ته وينا کې ياسمين راشد وويل چې وارد شوي حکومت په انتخاباتو کې درغلۍ لپاره خپل پلويان کاروي.
هغه وويل دا بايد معلومه شي چې د مقصود چپراسي په اکاونټ کې پرتې اربونه روپۍ به څوک ترلاسه کوي.
ياسمين راشد وويل، چې د ټاکنو له اعلان سره سره حکومت له ټاکنو مخکې د درغليو لپاره د افسرانو یو ځای نه بل ځای ته د بدلولو لړۍ پیل کړې ده، هغې زیاته کړه چې ددې ناوړه کار په ضد به عدالت ته ځو.






