دانیه د خپل خاوند په جنازه کښې د ګډون کولو لپاره هیله څرګنده کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غړي عامر لياقت دريمې مېرمن دانيه ملک د خپل خاوند عامر لیاقت په روستي مراسمو کې د ګډون هيله څرګنده کړې ده.
په انسټاګرام کې د عامر لیاقت له مړینې وروسته د دانیه ملک یوه شخصي میډیا ته ورکړل شوې مرکه خپره شوې چې پکې هغې د عامر لیاقت پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
په ویډیو بیان کې دانیا ویلي چې عامر لیاقت دوه ورځې وړاندې هم ما ته په انسټاګرام مسیج کړی و خو ما ورته ځواب نه وو ورکړی خو هره ورځ به یې زما له مور سره خبرې کولې.
دانیه ملک وايي، غوښتل مې چې د عامر لیاقت د جنازې مراسمو ته ولاړه شي، خو که مور مې وغواړي نو زه به لاړه شم.
هغې زیاته کړه چې ما عامر ته بخښنه وکړه، د ښځې او خاند څه ستونزه نه وي، هغې اوویل چې دا یو بد وخت وو چې تیریږي او د وخت تیریدو سره سره هرڅه بیا سم شي.





