لانګ مارچ ګډوډي او بدنظمي، آیی جي اسلام آباد ددې ذمه واري په عمران خان اچولې ده

باغی ټي وي رپورټ
آئي جي اسلام آباد د لانګ مارچ کيس په اړه رپورټ په سپریم کورټ کښې جمع کړے دے۔
د اسلام اباد د پولیسو د راپور له مخې د پي ټي ايي مشر عمران خان مظاهره چیانو ته د ریډ زون د ننوتو لارښوونه وکړه او د سترې محکمې له حکم سره سم مظاهره کوونکي ریډ زون ته ننوتل چې په ترڅ کې یې له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې مظاهره کوونکي ریډ زون ته ننوتل.
راپور کې ویل شوي چې په ریډ زون کې د مظاهره چیانو د ننوتو په مهال ۲۱ ملکي وګړي ژوبل شوي، پولیسو د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی، د پي ټي آی کارکونکي په وسلو سمبال وو او ځانونو سره ی ډانګونه هم راوړي وو.
رپورټ زياتوي چي د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په يو ويډيو پېغام کښې کارکنانو ته د ډي چوک ته رسولو غوښتنه کړې وه او پوليس او نورو قانون نافذونکو ادارو د مظاهره چيانو د مخنيوي لپاره پوره کوششونه کړي وو خو مظاهرچيانو کنټينرونه او نور خنډونه لرې کړل.
رپورټ کې ویل شوي چې عدالت د خنډونو لرې کولو امر کړی چې مظاهره چیان د H-9 ځمکې ته ورسي، مظاهره چیانو د می د 25 او 26 ترمنځ شپه ټول خنډونه مات کړل او ریډ زون ته ننوتل. د راپور له مخې، د فواد چوهدري، زرتاج ګل، سیف الله نیازي او عمران اسماعیل په ګډون نورو مشرانو هم د کارکونکو هڅولو ته دوام ورکړې وو او کارکوونکې ی ګډوډي کولو لپاره راپارول او هڅول. .رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې د سپريم کورټ د حکم باوجود د پي ټي آئي هيڅ کارکن H9 ګراونډ ته نه دې رسيدلي او د پي ټي آئي چيئرمېن هم H9 ګراونډ ته نه دې رسيدلي۔
د پوليس رپورټ ترمخه د پي ټي آئي په چيئرمېن عمران خان د لانګ مارچ په ورځ ډي چوک کښې د ګډوډۍ جوړولو تور لګولې شوې دې۔آئي جي اسلام آباد راپور سره د پي ټي آئي مشرانو ويډيو کلپونه او ټويټر پيغامونه هم ورکړي دي۔





