پولیسو د عامر لیاقت د مړینې علت معلومولو پریکړه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
پوليسو د قومي اسمبلۍ غړي عامر لياقت حسين د مړينې د علت معلومولو لپاره د هغه پوسټ مارټم پورې د جنازې ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د عامر لیاقت د وصیت له مخې د روژې په میاشت کې د هغه د تابوت د ښخولو انتظامات پټ ساتل کیږي او د مذهبي چارو د پخواني وزیر مړی په هدیره کې ساتل شوی دی.
د عامر لیاقت زوی احمد نن له بهر هیواد څخه کراچۍ ته رسېږي او د جمعې لمونځ څخه پس به د پخواني قومي اسمبلۍ غړي د جنازې مونځ اعلان شی او د هغه جنازه به هم د عبدالله شاه غازي زیارت په احاطه کې کېږي.
د پولیس وینا ده چې د عامر لیاقت د مرګ علت معلومولو لپاره د پوسټ مارټم کولو ضرورت دی ولې د عامر لیاقت کورنۍ د پوسټ مارټم نه انکار کړی دی.
پوليس د عامر لياقت د جسد په اړه بريګيډ پوليس سټيشن کښي يو ډايري درج کړي ده چي پکښي سرد خانې د عامر لياقت جسد د بريګيډ پوليس سټيشن اهلکارو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
پوليس وائي چي د عامر لياقت جسد به د بريګيډ پوليس سټيشن اهلکارو نه علاوه بل چا ته نه سپارل کيږي او که لاش بل چا ته ورکړے شو نو قانوني کاروائي به کولے شي۔
ياده دي وي چي مشهور ټي وي اينکر، سپيکر او ايم اين اے عامر لياقت تيره ورځ په خپله کوټه کښي بي هوش موندل شوي وو ، د ملازمينو په اطلاع باندي عامر لياقت هسپتال ته منتقل کړے شو چرته چي د هغه د مرګ تصديق شوے دے۔کارکوونکو ویلي، چې عامر لیاقت د چهارشنبې په شپه د زړه ستونزه درلوده او ورته ویل شوي وو، چې روغتون ته لاړ شي، خو هغه انکار وکړو خو د ډاکټرانو په وینا، عامر لیاقت روغتون ته راوړلو وړاندې مړ شوې وو.