د پي ټي آیی غړیو د نیولو وارنټ جاري شوې دې
باغي ټي وي رپورټ
د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي د 12 مشرانو د گرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټونه جاري کړي دي.
د کومو غړیو چې د نیول خبر جاري شوې دې ، په دې غړیو کښې ې شفقت محمود، حماد اظهر او ياسمين راشد شامل دي.
پوليسو د پي ټي آئي مشرانو خلاف د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ مقدمه درج کړې د کومې چې د ترهه ګرۍ په ضد عدالت کښې اوریدنه شوې ده. عدالت د تحقيقاتي افسر په غوښتنه زبير خان نيازي، ميا محمود رشيد، شفقت محمود، ياسمين رشيد، حماد اظهر، اعجاز چوهدري، ميا اسلم اقبال، مراد راس، ياسر ګيلاني، امتياز محمود شيخ، نديم عباس او عندليب عباس د نیولو وارنټ جاري کړې دې.
د اوريدنې په مهال پوليس د پي ټي آئي د 12 مشرانو د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کولو خواست کړے وو کوم چې عدالت منظور کړے دے۔ د یادونې ده چې په ۲۵ میی عمران خان اسلام آباد ته د لانګ مارچ کولو اعلان کړې وو او په دې ورځ عمران خان په خپله هم د پی ټي ایی نورو مشرانو سره د پیښور څخه اسلام آباد ته ورسیدو او په لانګ مارچ کښې ی برخه واخسته خو هم په دې ورځ ی د لانګ مارچ د ختمولو اعلان وکړو او حکومت څخه ی غوښتنه وکړه چې په ۶ ورځې کښې د ټاکنې اعلان کړي.