په ملک کښې بریښنا اوږد لوډشیډنګ دوام لري، اولس په سخته ګرمۍ کښې ستونزو سره مخ دې

0
214

باغی ټي وي رپورټ
د ملک په بيلا بيلو ښارونو کې د لوډشيډنګ اوږده لړۍ روانه ده او د کراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې د شپږو نه تر 18 ساعتونو پورې بجلي نه وي چې له امله ی خلق د سختو ستونز سره مخ دي.

د سندهه په مختلفو ښارونو کې هم د ساعتونو لپاره د بجلۍ بندیدو له وجې ښاریان له سختو ستونزو سره مخ دي.

کوټه کې له ۸ تر ۱۰ ساعتونو برېښنا پرته ده او د بلوچستان په کلیوالو سیمو کې د لوډشیډنګ کچه ۲۰ ساعتونو ته رسېدلې ده.
په قبایلی سیمو کښې هم د لوډشیډنګ اوږد نشتوالۍ دوام لري او تر ۲۰ شل ساعتونو پورې بجلي نه وي.
ل لوري ته ليسکو د لوډشيډنګ موده درې نيمو ساعتونو ته کمولو دعوه کړې ده.

وزيراعظم شهباز شريف ته په ملک کښې د بجلۍ د تازه صورتحال په اړه بريفنګ هم ورکړے شو۔

Leave a reply