د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا لۀ لویديځ څخه د نظامي تجهیزاتو مرسته غوښتې 

0
199

د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا لۀ لویديځ څخه د نظامي تجهیزاتو مرسته غوښتې 

د یادونې ده چې له اوکراین سره د متحده ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د نظامي مرستو تر اعلان وروسته بریټانیا روانه اوونۍ اوکراین ته د لنډ واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دي او د نورو مرسته ژمنه یې هم تازه کړې ده.

(2022 / 6 / 9    نېټه باغي ټلویزیون)

بشبړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکې یو ځل بیا پر لویدیځ غږ کړی دی چې له اوکراین سره د پوځي تجهیزاتو مرستې وکړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې پای یوازې د جګړې په ډګر کې امکان لري.

هغه ټینګار کړی دی چې په هیڅ صورت به د زور له لارې روسیې ته تسلیم نه شي او تر وروستۍ سلګۍ به د روسي یرغلګرو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

Leave a reply