القاعده ډلې پر هند د مرګونو بریدونو خبر ورکړی دی

د هند د حاکم ګوند د غړي له سپکاوي ډکې څرګندونې د ا.ا په ګډون د ټولې نړۍ د مسلمانانو توند غبرګونونه را وپارول او د یاد هېواد له حکومت څخه یې وغوښتل چې دا ډول کسانو ته دې اجازه نه ورکوي چې د مسلمانانو احساسات ژوبل کړي.
(2022 / 6 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته تر هغه چې د هند د حاکم ګوند یو غړي د اسلام ستر پیغمبر ته له سپکاوي ډکې څرګندونې وکړې، د القاعده ډلې دغه هېواد ته د مرګونو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
دغې ډلې په یو لیک کې ویلي چې دا بریدونه به د هند په ممبۍ، نوي ډيلي، ګجرات او اتراپردېش ایالتونو کې ترسره کړي.