افغان طالبان په پاکستان امن غواړي، دوی په پاکستان کښې بې ثباتي او ګډوډي نه غواړي: ملک وارث اپریدي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني وفاقي وزیر ملک وارث خان اپریدي ځایی خبریالانو سره په یوه ځانګړې مرکه کښې ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشران چې دوی ورسره په کابل کې خبرې کړي هم د پاکستان سوله غواړي.
ملک وارث خان اپريدي چې په دې وروستيو کې د پاکستان د جرګې غړى وو، د افغانستان پلازمېنې کابل ته تللى و،ځایی خبریال اشراف الدین پیرزاده سره ی په مرکه کښې اوویل چې د ټي ټي پي مشرانو له دوى سره په دوستانه ماحول کې په کابل کې وليدل. نوموړي اوویل چې دوی له تحریک طالبان پاکستان سره درې پړاوه خبرې کړي دي. هغه وويل، د ولسي جرګې او قبايلي مشرانو په ګډون شاوخوا شپيته غړيو په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره ګټورې خبرې کړې دي. هغه وويل چې په جرګه کې د طالبانو د ډلې مشري مولوي فقير محمد او نور ولي کوله.
وارث خان وویل، “دا د TTP اصلي غوښتنه وه چې د دوی د ژوند خوندیتوب یقیني کړي که دوی پاکستان ته راستانه شي.” هغه زیاته کړه چې دوی په پاکستان کې په ځانګړې توګه په ضم شویو ولسوالیو کې د سولې په راوستلو هم موافقه وکړه.
اپريدي وويل، چې په دغه دوه ورځنۍ جرګه کې د افغانستان امارت اسلامي د منځګړي په توګه مهم رول لوبولى دى. هغه وويل دا د ټي ټي پي غوښتنه هم وه چې د فاټا انضمام بيرته واخلي کوم چې دوي د قبائيلي اولس سره ظلم ګڼي. هغه زیاته کړه چې دوی ټي ټي پي ته ویلي چې د فاټا انضمام قضیه په سپریم کورټ کې ده او هرڅوک باید د هغې پریکړې انتظار وکړي.
ملک وارث وويل، چې د افغان طالبانو مشرانو د پاکستان جرګې ته وويل، چې دوى د تحريک طالبان پاکستان جنګياليو ته درناوى کوي، ځکه چې دوى په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو پر وړاندې له دوى سره په ګډه جګړه کړې ده. هغه وویل افغان حکومت ورته ویلي چې خاوره به یې د کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي.
هغه وویل افغان طالبان پاکستان خپل دوهم کور ګڼي او په پاکستان کې بې ثباتي نه غواړي.ملک وارث خان وويل، پاکستاني جرګې تحريک طالبان پاکستان ته ويلي، چې د بېرته ستنېدو پر مهال بايد بې وسلې شي او سوله ييز ژوند وکړي. هغه وویل چې دوی ټي ټي پي ته دا هم ویلي چې پاکستان ته له ستنیدو وروسته دې د بیا تنظیمیدو نه کولو ډاډ ورکړي.
ملک وارث خان وايي، پاکستاني جرګې له ټي ټي پي څخه د دوه کلن اوربند غوښتنه کړې وه، چې دوی رد کړه او درې میاشتې اوربند یې وکړ.ملک وارث خان افريدي په دې اړه خوشبيني څرګنده کړه او ويې ويل چې هيله ده له ټي ټي پي سره خبرې اترې دوام ولري.ملک وارث وويل، پاکستاني چارواکي هم په افغانستان کې له ټي ټي پي سره له شوې جرګې راضي دي.ملک وارث خان وويل، د جرګې په پاى کې د سولې پروسې د دوام لپاره د يوې کمېټۍ جوړولو وړانديز وشو.






