صوبایی حکومت د عام اولس د صحت لپاره ښه ګامونه پورته کوي: وزیراعلی محمود خان

0
190

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره یو بل ښه خبر, د صوبايي حکومت د غریب اولس لپاره یو ښه ګام اوچت کړې دې چې له امله به ی اولس ته په خپله صوبه کښې د پښتورګو د رنځ درملنه کول په لاس راشي.
د پېښور د پښتورګو د ادارې د پاکستان کډني انسټیټیوټ په همکارۍ د پښتورګو ټرانسپلانټ پیل کړې دې. .
تيره ورځ پيښور کښي د پښتورګو په سنټر کښي اولني کاميابي ټرانسپلانټ وشو۔
د پېښور د پښتورګو د ناروغیو انسټیټیوټ په صوبه کې یوازینۍ اداره ده چې د پښتورګو د ټرانسپلانټ اسانتیاوې برابروي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د کډني سنټر انتظاميې او د ډاکټرانو ټيم ته مبارکي ورکړه او په خپل بیان کښې ی ویلي دي چې صوبايي حکومت هڅه کوي چې خلقو ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي.
وزیراعلی په ټولنیزو رسنیو خپور بیان کښې ویلي دي چې صوبايي حکومت د خلقو له تمې سره سم په دولتي روغتونونو کې د خدماتو د وړاندې کولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کوي او په صوبه کې پر دولتي روغتونونو د خلقو باور په ښه کېدو دې.

Leave a reply