پیښور کښې د اوړو مافیا یو ځل بیا مصنوعي بحران پیدا کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د غنمو د موسم باوجود د بازار څخه اوړو بوجې غایبې شوي او د 80 کلو بورې په نرخ کښې ۱۰۰۰ روپۍ زياتوالې راغلې دې۔ په تېره یوه نیمه میاشت کې د دویم ځل لپاره د اوړو بیې لوړې شوې، مافیا یو ځل بیا د بیعو د لوړولو لپاره د اوړو مصنوعي بحران رامنځته کولو ته چمتووالی نیولی دی. په خېبرپښتونخوا، پنجاب او سندهه کښې د غنمو د حاصلولو او بازارونو کې موجود د اوړو د میلونو مالکارنو د غنمو د نشتوالي شکایت کړی دی.
په دې موسم کې په ټوله صوبه کې د غنمو حاصلات تقريباً بشپړ شوي وي، په دې وخت کښې غنم ډېر وي، خو په پېښور کې د اوړو بحران يو ځل بيا سر راپورته کړی او د میلونو مالکانو هم د اوړو نرخونه د خپله ځانه لوړ کړي دي او اوړه ی هم د بازار څخه غایب کړي دي.
د مشرق رپورټ مطابق ، په داسې حال کې چې له پنجاب څخه خيبر پښتونخوا ته د اوړو د واردولو په لاره کې بېلابېل خنډونه هم د اوړو د بيعو د لوړېدو لامل بلل کېږي، خو له بلې خوا د حکومت له خوا د اوړو د رسولو په برخه کې هم د ټاکلي مقدار له مخې ډاډ نه ورکول کېږي.
د پيښور ښار په لویو لویو بازارونو کښې د ۸۰ کلو اوړو بوجۍ قیمت ۱۰۰۰ روپۍ لوړ شوې دې.
په بازار کې د نورو سرچينو له مخې، د پټروليم مصنوعاتو د بيعو له لوړېدو او د ډالر قیمت زیاتیدو وروسته د ٨٠ کيلو بوجۍ اوړو بیعه ٨٠ روپۍ ته رسېدلې ده، چې وروستو دوکاندارانو د ډوډۍ وزن نور هم کم کړى دى.
ځایی اولس غوښتنه کوي چې د اوړو دې مافیا چې قیمتونه په خپله خوښه لوړوي، ددوي په ضد دې کاروایی وشي.






