قطر الغرافیه بنسټ افغانستان کې خپلې پاتې پروژې بشپړوي

0
185

قطر الغرافیه بنسټ افغانستان کې خپلې پاتې پروژې بشپړوي

د الغرافې مشر شاهد جواد ويلي چې د ښار جوړولو وزارت دې د دوی د پروژو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي څو دوی يې په نيمه کې پاتې کارونه له سره پيل کړي.

 

(2022 / 6 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قطر الغرافې بنسټ ژمنه کړې چې د ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې د نيمه کاره پروژو کارونه به له سره پيل کړي.

د الغرافې مشر شاهد جواد ويلي چې د ښار جوړولو وزارت دې د دوی د پروژو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي څو دوی يې په نيمه کې پاتې کارونه له سره پيل کړي.

الغرافه بنسټ د ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې په کابل کې يو استوګنيز ښارګوټی رغوي چې کارونه يې له تېرو څو مياشتو راهيسې په ټپه ولاړ دي.

د الغرافې مشر ويلي چې د نيمه کاره پروژو په بشپړولو سره به د ښارجوړولو وزارت نور پروپوزلونه هم ومني او له افغانستان سره به خپلې مرستې جاري وساتي.

Leave a reply