امریکا ویلي چې یوازې د افغانانو پۀ استازیتوب دولت پر رسمیت پېژندلی شي
امریکا ویلي چې یوازې د افغانانو پۀ استازیتوب دولت پر رسمیت پېژندلی شي
د افغانستان د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد د دې څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې ا.ا له نړيوالې ټولنې سره په اړيکو کې د تضاد ټکی نه لري خو به وينا يې چې نړيوال دې د افغانستان کورني مسايل د اړيکو لپاره د شرطونو په توګه نه وړاندې کوي.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغانستان کې يوازې د داسې حکومت ملاتړ کوي چې د افغانانو استازيتوب وکړي او له ترهګرو سره مبارزې ته ژمن وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې هيواد يې په افغانستان کې خپلې ګټې لري او له طالبانو سره خبرو کې هم خپلې ګټې په پام کې نيسي.
ده دا څرګندونې د يوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې که هند له ا.ا سره اړيکې پيلوي نو د امريکا غبرګون به څه وي.
پرايس وويل چې هر هيواد له ط البانو سره خبرو کې خپلې ملي ګټې پالي او افغانستان کې د بشري حقونو درناوی او د ټولګډونه حکومت رامنځته کيدل له طالبانو سره اړيکو کې د امريکا ګټې دي.