اروپا به د روسیې ضد بندیزونه لۀ سختې لوږې سره مخ کړي   

0
149

اروپا به د روسیې ضد بندیزونه لۀ سختې لوږې سره مخ کړي 

لاوروف زیاته کړې ده چې اروپا کې د اقتصادي تورم له کبله د خلکو ژوند د ترینګلتیا پر لور روان دی او اقتصادي وده یې هم مخ په کمېدو ده خو د دغو هېوادونو مشران خپلو ستونزو ته د رسیدګي پر ځای پر روسیې بندیزونه لګوي چې د ده په خبره، د اروپا دا کار به تر هر چا ډېر پخپله هم‌دوی زیانمن کړي.

 

(2022 / 6 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې اروپایي هېوادونه به په لوی لاس ځانونه له سختې لوږې سره مخ کړي.

ټاس اژانس د نوموړي له قوله ویلي چې د اروپایي هېوادونو مشران به خپل وګړي د روسیې ضد بندیزونو له امله له تورم او ډیری نور له سختې لوږې سره مخ کړي.

لاوروف زیاته کړې ده چې اروپا کې د اقتصادي تورم له کبله د خلکو ژوند د ترینګلتیا پر لور روان دی او اقتصادي وده یې هم مخ په کمېدو ده خو د دغو هېوادونو مشران خپلو ستونزو ته د رسیدګي پر ځای پر روسیې بندیزونه لګوي چې د ده په خبره، د اروپا دا کار به تر هر چا ډېر پخپله هم‌دوی زیانمن کړي.

د یادونې ده چې اروپایي هېوادونو پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه لګولي دي او له اوکراین سره یې د وسله وال ملاتړ ژمنه کړې ده.

Leave a reply