شهباز شریف د نوټس اخستو باوجود د بجلۍ لوډشیډنګ دوام لري

0
34

شهباز شریف د نوټس اخستو باوجود د بجلۍ لوډشیډنګ دوام لري

باغي ټي وي رپورټ: 
د وزیراعظم شهباز شریف د نوټس باوجود هم د بجلۍ بحران نه دے ختم شوی او غیر اعلانیه لوډشیډنګ دوام لری چې له امله ی عام اولس او سوداګر د سختو ستونزو سره مخ دي.

د پنجاب پشمول ټول ملک کښي د لوډشيډنګ شيډول نه دې جاري کړے شوے او په مختلفو ښارونو کښي د 8 نه تر 14 ساعتونو پوري د بجلئ بندول معمول ګرځيدلي دي۔

ښاريان شکايت کوي، چې د پرله پسې تګ راتګ له امله په کورونو کې برېښنايي توکي سوځېدلي، د کورونو د چت پکي، ټيوب لايټونه او د اوبو موټورونه خراب شوي دي.
د اين ټي ډي سي سرچينو له مخې د بجلۍ پېداوار 20,000 ميگاواټ دی په داسې حال کې چې د بجلۍ تقاضا 27,300 ميګاواټه ده او په ملک کې د 7,300 ميگاواټ کمي برقراره ده.

له بلې خوا د برېښنا د وېش شرکتونه د برېښنا وزارت د لوډشیډنګ لپاره پړه بولي.
ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف تيره ورځ د بجلئ د اوږدې مودې بنديدو نوټس اخستو سره بيړنۍ غونډه رابللې وه۔ بلخوا وزيراعظم په حکومتي چارواکو خپله ناراضي ښودلې اؤ وئيلي يې دي چې ددوؤ ساعتو څخه زيات لوډشيډنګ په هيڅ صورت نۀ شي زغملى.

وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې زه وضاحتونو ته ضرورت نه لرم، ولس له ستونزو څخه راوباسو، د لوډشيډنګ له ستونزې څخه خلق خلاصون ته اړتيا لري،
وزیراعظم دې خبرې له زور ورکړې چې خلق په ستونزو کې دي او هغه به د عام اولس په اړه هيڅ ډول جوړجاړی و نه کړي.

Leave a reply