ا.ا د مذهبي آزادۍ پۀ اړه د امریکا راپور رد کړی دی

0
61

ا.ا د مذهبي آزادۍ پۀ اړه د امریکا راپور رد کړی دی 

د  ده په وینا افغانستان کې د ټولو مذهبونو پيروان په آزادانه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کولی شي او پر وړاندې یې هېڅ راز ګواښ او خطر نشته دی.  افغان حکومت وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ردوي او تمه لري چې له دې وروسته خپل راپورونه واقعیتونو ته په کتو جوړ کړي.

 

(2022 / 6 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت په افغانستان کې د مذهبي ازادیو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړی دی.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د ده په وینا افغانستان کې د ټولو مذهبونو پيروان په آزادانه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کولی شي او پر وړاندې یې هېڅ راز ګواښ او خطر نشته دی.  افغان حکومت وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ردوي او تمه لري چې له دې وروسته خپل راپورونه واقعیتونو ته په کتو جوړ کړي.

امریکا افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راوستی و، چې مذهبي ازادي پکې له خنډ او ګواښ سره مخ ده، هغه څه چې افغان حکومت رد کړی دی.

Leave a reply