د بشر حقونو څار ادارې افغانستات کې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده 

0
208

د بشر حقونو څار ادارې افغانستات کې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده 

د سرچینې په خبره هره ورځ‌ په افغانستان کې د لوږې لمن پراخېږي،‌ د خوراکي‌ توکو بیې مخ په لوړېدو دي،‌ سونتوکي ګران شوي‌ خو ددې ټولو ترمنځ‌ د نړیوالې ټولنې فشار هم پر افغانستان پر خپل ځای دی.

 

(2022 / 6 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د بشري‌ حقونو ساتنې او د بشردوستانه مرستو پراخه اړتیا ده.

د بشري‌ حقونو د څار نړیوالې ادارې مسوولینو ویلي‌ چې په افغانستان کې د بشري‌ ناورین د ژر ختمېدو کوم څرک نه ښکاري.

د دوی په خبره په دغه هېواد کې د بشري حقونو د پاللو او دغه راز له افغانانو سره د پراخو بشردوستانه مرستو د ترسره کولو اړتیا لا هم پر خپل ځای ده.

د سرچینې په خبره هره ورځ‌ په افغانستان کې د لوږې لمن پراخېږي،‌ د خوراکي‌ توکو بیې مخ په لوړېدو دي،‌ سونتوکي ګران شوي‌ خو ددې ټولو ترمنځ‌ د نړیوالې ټولنې فشار هم پر افغانستان پر خپل ځای دی.

د بشري‌ حقونو د څار نړیوالې ادارې یو ځل بیا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ‌ پر تعامل او خبرو ټینګار کړی دی او دا یې د حل یوازینۍ لار بللې ده.

Leave a reply