مسؤلینو لۀ کندهار څخه پۀ لومړي ځل ایران او ترکیې ته د پنبې د صادرولو خبر ورکړی دی

مسؤلینو لۀ کندهار څخه پۀ لومړي ځل ایران او ترکیې ته د پنبې د صادرولو خبر ورکړی دی
د کندهار چارواکو ټینګار کړی دی چې دوی به د کوکنارو په له منځه وړلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او خلکو ته به د حلال کښت برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
(2022 / 6 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې نن په لومړي ځل له دغه ولایت څخه ایران او ترکیې ته پنبه صادر شوي دي.
د چارواکو په خبره، دې ولایت کې تولید شوې او پروسس شوې پنبه په لومړي ځل ایران او ترکیې هېوادونو ته استول شوي ده او په راتلونکي کې به هم دا چاره دوام ولري.
مسولین زیاتوي، چې د کندهار د صنعت او کانونو په برخه کې هم یو شمېر بهرنیو پانګوالو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کندهار چارواکو ټینګار کړی دی چې دوی به د کوکنارو په له منځه وړلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او خلکو ته به د حلال کښت برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.





