زما ژوند او مرګ په پاکستان کښې دې: عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په اپر دیر کښې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وینا کوي، هغه وایی چې زما ژوند او مرګ په پاکستان کښې دې او زه نه غواړم چې د بل انسان غلامي وکړم.
عمران خان اوویل چې بل انسان ته ټیټیدل شرک دې او دا ناوړه کار به کله هم و نه کړي، عمران خان اوویل چې زما غوښتل چې د عام پاکستاني ژند ښه شي، هغه اوویل چې زما په دور حکومت کښې تر ټولو زیاتې د ټیکس پیسې راجمع شوې.
عمران خان اوویل چې دا حکومت غواړي چې پاکستان د ایی ایم ایف غلام کړي، هغه اوویل چې مونږ نه غواړو چې پاکستان د چا غلام شي. هغه اوویل چې په یوه اونې کښې دې حکومت خوراکي توکي څو ځل ګران کړي دي چې دا غریب اولس سره ظلم دې.
عمران خان وايي، زه غواړم چې ځوانان د ملت لپاره ودرېږي او هېڅکله غلامي ونه مني، زما مور او پلار په تحريک پاکستان کې برخه اخيستې وه . عمران خان اوویل چې د تحریک انصاف منشور د تحریک پاکستان او پاکستان قرارداد څخه اخیستل شوی.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل اسرائيل، امريکې او هند په ګډه سازش وکړل او په مونږ يې دا حکومت مسلط کړي دي، شهباز شريف يې ځکه راوستی چې هغه به چې کوم امر کوي هغه به مني، دې حکومت د پټرولو په نرخ کښې ۶۰ روپۍ اضافه کړې ده.عمران خان اوویل چې هغه څوک چې په زړه کې لږ انسانیت ولري نو هغه به هیڅکله دومره ګراني را نه ولي.
عمران خان اوویل چې زما د واک په وخت کښې د تیلو په قیمت کښې ۱۰ روپۍ في لیټر زیاتوالې شوې وو. عمران خان اوویل چې د وارد شوي حکومت مشرانو آصف زرداری او نواز شریف ددې ملک څخه غلا شوې پیسې د پاکستان څخه باهر په ملکونو کښې دي ، هغه اوویل چې دې حکومت ګاز هم ۴۵ سلنه لوړ کړې دې چې ددې دا مقصد دې چې په غریب عوام باندې ډیر بار واچول شي.
هغه اوویل چې زما د حکومت دا پلاننګ او تګلاره وه چې په عوام بار وا نه چول شي، هغه اوویل چې احساس پروګرام ی د غریب اولس لپاره پیل کړو .
https://urdu.geo.tv/latest/287709-