ا.ا د څو مهمو موضوعاتو لپاره یو پلاوی قطر ته لېږلی

ا.ا د څو مهمو موضوعاتو لپاره یو پلاوی قطر ته لېږلی
خبري اژانس د دغه سفر نور جزیات نه دي خپاره کړي، خو داسې ښکاري چې دوحې ته د ا.ا. یو پلاوی د دوی له سیاسي چارواکو سره د لیدو لپاره تللی دی.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د سرپرست حکومت تر کنترول لاندې «باختر خبري آژانس» له یوه خپاره کړي تصویر سره لیکلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال «مولوي عتیق الله عزیزي» په مشرۍ یو پلاوی دوحې ته په څو مهمو غونډو کې د ګډون لپاره تللی دی.
باختر آژانس نن شنبه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دغه هيئت په يو لړ مهمو غونډو کې د ګډون په مقصد د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.
خبري اژانس د دغه سفر نور جزیات نه دي خپاره کړي، خو داسې ښکاري چې دوحې ته د ا.ا. یو پلاوی د دوی له سیاسي چارواکو سره د لیدو لپاره تللی دی.
قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو سیاسي دفتر لا هم پرانستی دی او د دوی چارواکي پکې حضور لري.
ا.ا دا پلاوی داسې مهال قطر ته لېږلی، چې له نهو میاشتو وروسته لا هم د دوی حکومت نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.






