فرانسوی صدر د د روس صدر په اوکراین برید یوه لویه تیروته بللې ده

Photo Credit : VOA
باغی ټي وي رپورټ
د فرانسې ولسمشر پر اوکراین د پوتین برید یوه تاریخي تېروتنه وبلله.
د بهرنیو رسنیو له مخې په یوه مرکه کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې د روسیې ولسمشر پوتین پر اوکراین یرغل یوه تاریخي او اساسي تېروتنه کړې چې له امله یې روسیه اوس مهال له یوځې کیدو سره مخ دې.
د فرانسې ولسمشر وویل چې روسیه باید کوم سپکاوې و نه شي څو له هغې ورځې چې جګړه بنده شي نو مونږ په ډیپلوماټیکه توګه لاره هواره کړو.
فرانسوي اولس مشر وایی چې ما د روسیې ولسمشر ته وویل چې هغه د خپل ځان لپاره، د خپلو خلقو او تاریخ لپاره یوه تاریخي او بنسټیزه تېروتنه کړې ده. زما په اند هغه ځان ګوښه کړی دی، هغه وایی چې اصل خبره دا ده چې یوازې کېدل یوه ستونزمنه او ناوړه لاره ده.
د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې هیڅکله یې د اوکراین پلازمینې کییف ته له سفر څخه انکار نه دې کړې.






