اوکرایني چارواکو ویلي چې ځواکونو یې روسي عسکر پۀ شا تمبولي دي 

0
169

اوکرایني چارواکو ویلي چې ځواکونو یې روسي عسکر پۀ شا تمبولي دي 

ده دغه راز يې ويلي چې د هوايي دفاع يو کروز توغندی او درې ډرون الوتکې يې هم له منځه وړې دي. هايدای ويلي چې د امريکا د نوي توغنديز سيسټم په ور رسيدو سره به روسي پوځيان په بشپړه توګه پسې واخلي.

 

(2022 / 6 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اوکراییني چارواکي وايي، د سیورودونیڅک ښار ځینې هغه برخې یې بېرته نیولې دي چې وړاندې روسي پوځيانو لاندې کړې وې.

د دې سيمې والي سيرهي هايدای وړاندې ويلي وو چې د ښار ۷۰ سلنه برخې يې د روسيې پوځيانو نېولې دي. تازه راپورونه وايي چې که څه هم اوکرايني ځواکونو دغه ښار کې پرمختګ کړی خو د دواړو لورو تر منځ لا هم سخته جګړه روانه ده.

د سيورودونيڅک ښار والي سيرهي هايدای نن پر ټېلېګرام خپاره کړي پيغام کې ويلي چې اوکرايني پوځيانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسيې نهه بريدونه په شا تمبولي، يو ټانګ، يوه توپخانه او اته زغره وال ګاډي يې ويجاړ کړي دي.

ده دغه راز يې ويلي چې د هوايي دفاع يو کروز توغندی او درې ډرون الوتکې يې هم له منځه وړې دي. هايدای ويلي چې د امريکا د نوي توغنديز سيسټم په ور رسيدو سره به روسي پوځيان په بشپړه توګه پسې واخلي.

Leave a reply