د پاکستان مسلم لیګ یو پخواني وزیراعظم ، دپاکستان وسني وزیراعظم شهباز شریف ته یوه مهمه مشوره ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وزيراعظم شهباز شريف ته د سياسي خبرو اترو د شروع کولو مشوره ورکړې ده۔
يو شخصي ټي وي چينل ته په يوه مرکه کې شاهد خاقان عباسي وويل نن هيواد ته ديو نوي ډایلاګ ضرورت دى په کوم کې چې بايد دا خبرې اترې وشي چې د ملک چارې څنګه پرمخ ورسول شی چې دا هیواد پرمختګ وکړي.
هغه وويل چې په ناوړه خبرو او کنځلو او خلکو ته دجګړې بلنه ورکولو سره به نظام په کار واچول شي؟
هغه اوویل چې مونږ باید پریکړه وکړو چې دا یو سیاسي نظام دی، دښمني نه ده، مونږ باید هڅه وکړو، دا یوازې په سیاسي نظام پورې محدود نه دی، د نن ورځې اقتصادي وضعیت به مونږ دې لوري ته په حرکت کولو مجبور کړي.
پخواني وزيراعظم وويل نن هم داقتصادي وضعيت ښه نۀ دى نو ډير مشکلات وينم، وزيراعظم بايد خبرې اترې وکړي ځکه چې نن سياست تقسيم دى.
هغه اوویل چې ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ته بلنه ورکړئ، په پوره روحيې اؤ نيک نيت سره دعوت ی کړئ، دپارټۍ مشران دې یو ځای شي او کیښني او په په خبرو اترو کښې د خپلې رای د هیواد او اقتصاد د ودې کولو لپاره وړاندې کړي .
د مسلم لیګ (ن) مشر زیاته کړه، چې په هر صورت او لار چې حکومت کمزوې کولې شي نو دا د ګډوډې لاره ده ، هغه اوویل چې سیاست باید د ملي ګټو لپاره وکارول شي، نه چې دا د معاملو خرابولو لپاره وکارول شي.
هغه وويل، چې د نن ورځې ټاکنې د حل لاره نه ده، خو که په راتلونکي کال کې ټاکنې ترسره نه شي، نو نور ګډوډي به رامنځته شي، موږ ټول دنده لرو، چې له خپل ځان څخه وړاندې اوګورو او سياسي ګټو څخه خپل لاسونه پورته کړو.