په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې په غرونو اور لګیدلې دې
باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا په ځنګلونو کې په شپږو ځايونو کې اور لګېدلی چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د ځایی سرچینو مطابق د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل پاک افغان پوله تورخم سره څیرمه د تورو په غر او په ځنګل کښې اور لګیدلې دې او د ځایی خلقو مطابق د اور لمبې د لرې واټڼ څخه هم په نظر راځي.
په شانګله کښې اورلګېدنې په غرونو کښې کورونه نړولي دي په داسې حال کښې چې په سيمه کښې د وچ موسم له وجې د اور لمبې زياتې شوې دي۔
د سوات په غرنیو سیمو کې د اور د مړولو هڅې روانې دي، چې پکې د کبل د سیګرم سیمه، د بري کوټ تحصیل ابالا سیمه، د چارباغ کوټ او پټانه سیمه شامله ده.
پر دې سربیره د لوېدیر په غرونو کې هم په ځنګلونو اورونه لګیدلي دي، چې اداره، ځايي خلق او د پاکستان پوځ پرسونل یې د مړ کولو لپاره کار کوي.
د یادونې ده چې د بلوچستان په شیراني سیمه کښې هم په ځنګلونو اور لګیدلې وو چې د ځایی خلقو او د پاکستان د فوځ په مرسته مړ کړې شول.