د افریقايي ټولنې مشر ویلي چې افریقا د اوکراین د جګړې بې ګناه قرباني ده
د افریقايي ټولنې مشر ویلي چې افریقا د اوکراین د جګړې بې ګناه قرباني ده
د افريقايي ټولنې مشر ماکي سال چې د سينيګال ولسمشر هم دی، ويلي چې پوتين يې پر دې خبر کړی چې افريقايي ملتونه که څه هم د اوکراين په جګړه کې ښکېل نه دي خو د جګړې له کبله د پيل شوي اقتصادي بحران قربانيان دي.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افریقايي ټولنې مشر ماکي سال د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په لیدنه کې ویلي چې افريقايي هيوادونه د اوکراين د جګړې بې ګناه قربانيان دي.
سال د روسيې په سوچي ښار کې له پوتين سره تر ليدنې وروسته وويل، چې هغه ورسره د غلو او کيمياوي سرې په صادراتو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو ژمنه کړې ده.
نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي. پر روسيې تور دی چې د اوکراين له بندرونو يې د غلو د صادراتو مخه نيولې ده. راپورونه وايي چې له همدې کبله په افريقايي هيوادونو کې د غنمو او نورو خوراکي توکو موندل ګران شوي او بيې يې د پام وړ لوړې شوې دي.