افغان سوداګرو ویلي چې، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ لۀ امله یې ستونزې ډېرې شوې دي

افغان سوداګرو ویلي چې، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ لۀ امله یې ستونزې ډېرې شوې دي
سرچینې زیاته کړې، افغان سوداګرو د امریکا استازي ته ویلي چې د افغانستان مالي شتمني دې بیرته پرانیستل شي ځکه چې افغان ولس او سوداګر په ځانګړې توګه دې بندیزونو اغیزمن کړي دي.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.
د راپورونو له مخې، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو د امریکا ځانګړي استازي ته د خپلو ستونزو په اړه معلومات ورکړي او په ډاګه کړې يې ده چې د نړیوالو مرستو د نشتوالي له امله د افغانستان اقتصاد زیامن او د افغانستان د شتمنۍ کنګل کیدو له امله د افغان سوداګرو ستونزې زیاتې شوې دي.
د راپور له مخې، په دې کسانو کې د شخصي بانکونو مالکان، ملي سوداګر او په نړیوال بانک کې د افغانستان ټاکل شوي استازي هم شتون درلود.
سرچینې زیاته کړې، افغان سوداګرو د امریکا استازي ته ویلي چې د افغانستان مالي شتمني دې بیرته پرانیستل شي ځکه چې افغان ولس او سوداګر په ځانګړې توګه دې بندیزونو اغیزمن کړي دي.
په دې ناسته کې افغان سوداګرو د نوي حکومت او بهر میشتو افغان سیاستوالو ترمنځ د روغې جوړې پر خبرو هم ټینګار وکړ .د راپور له مخې د امریکا ځانګړي استازي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د بانکونو په هکله د دوی د ستونزو د لرې کولو لپاره به ګامونه اخلي.





